ستا دې غږ سره زما ډېرې خاطرې او يادونه تړلي دي؛ هر ځل چې يې اورم، تېر وخت راياد شي، کله چې زه د ښوونځي زده کوونکی وم او هره ورځ چې به له ښوونځي راغلم نو په بي بي سي او يا هم آزادۍ راډيو به مې دا سندره اورېدله. آخخخ! څه د ماشومتوب ښايسته وختونه ول، له زړه ورپسې خپه يم. دا سندره اورم او تېرو يادونو ته ځغلنده سفر وکړم، سندره پای ته ورسېږي او زه هم بېرته د نن ورځې ستړی ژوند ته راوګرځم.