Рет қаралды 10,348
Bikhi Yawaze Yam Bikhi Kharab Yam .
Da Tanhayai Bala me khori Kharab Yam .
Hayat Afghan 2022
Hayat Afghan New song.
بیخي یوازي یم بیخي خراب یم
د تنهایئ بلا مې خوري خراب یم
.
بیا رایاد شوی دی یو تللی سړی
تصویر ته ګورم د لالي خراب یم.
.
خلک په سره غرمه له کاره وځي
خو زه په زیړ ماذیګري خراب یم
.
بې لتا څه یمه خو داسې یمه
لکه بې وزنه شاعري خراب یم
.
لاړمه زر ځایه تقسیم شومه زه
لکه لوګی د سیګرټي خراب یم
.
ټوکې یې ونه ګڼې جار دشمه
یاره که خدای منې راستي خراب یم
.
ته به تر څو کړې بېغوري راسره
زه به تر کله پورې جي خراب یم
.
ځان ته ورګورم خو ځان نه پېژنم
لکه تصویر د ماښامي خراب یم
.
درمانه بې له یاره داسې یمه
لکه کمیس د لیوني خراب یم
#حیات #افغان افغان نوي سندره
#RangTV
#khost #