Рет қаралды 8,396
بلخ کې پولیسو ته د یونیفورم وېش لړۍ پیل شوه
د دې ویډیو په اړه / در مورد این ویدیو
د بلخ په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې څه باندې درې زره پولیسو ته د یونیفورم وېش لړۍ پیل شوه.
د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند محمداصف وزیري وایي چې د کورنیو چارو وزارت په امر د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ څه باندې درې زره پولیسو ته نن د یونیفورم وېش لړۍ پیل شوه.
د هغه په وینا، ټول پولیس به د دندې پر مهال له ځانګړي یونیفورم څخه استفاده کوي، څو له عامو خلکو سره یې توپیر وشي.
په همدې حال کې، د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر قاري عبدالحی عابد وایي چې تر دې وروسته به ټول پولیس خپلو دندو ته له یونیفورم سره حاضرېږي.
نوموړي وويل، که کوم پوليس يونیفورم ونه لري، خلک دې امنيتي مسوولين په جريان کړي څو يې مخنيوي وکړي.
همدارنګه د بلخ والي مولوي محمد داوود مزمل له پوليسو غوښتنه وکړه چې يونیفورم ته احترام وکړي او په ښه توګه د خلکو امنيت تامين کړي.
بلخوا پوليس هم دغه ځانګړي يونیفورم ته خوښ دي.
ډیره مننه/ بسیار زیاد تشکر
#pajhwokafghannews
Pajhwok Afghan News (Pashto: پژواک خبري اژانس) (Persian: آژانس خبرى پژواک) is Afghanistan's largest independent news agency. With headquarters in Kabul, eight regional bureaus and a nationwide network of reporters and correspondents, Pajhwok delivers an average daily output of three dozen stories in Pashto, Dari and English. Pajhwok also provides photographs, video footage and audio clips to international wire agencies, televisions and radio stations.
share support subscribe !!
subscribe: / pajhwokafghannews
Follow us on the links below:
/ pajhwoknews
pajhwok
/ pajhwok
www.pajhwok.com
Email: video@pajhwok.com
#pajhwokafghannews
#Pashto
#Dari
# / pajhwokafghannews