Рет қаралды 302
د مالیې وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام په منظورۍ په هیواد کي د جنایي جرمونو د مخنیوي او د بې اسناده موټرسایکلونو مالکینو ته د اسانتیا رامنځته کولو په موخه د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د بې اسناده موټر سایکلونو د ثبت او ګمرکي محصول پروسه پیل سوې ده.
د دې پرېکړي له مخي د بې اسنادو موټرسایکلونو مالکین مکلف دي، چي ترتیب سوې فورمه په کمپیوټري بڼه ډکه او دوه کسان د تضمین کوونکو په توګه، چي حد اقل یو ئې برېښنایي تذکره ولري معرفي کړي.
اوس مهال د هیواد په کچه بې اسناده موټرسایکلونو ته د ګرځېدو اجازه نه ورکول کېږي؛ نو د ګمرکونو لوی ریاست د بی اسنادو موټرسایکلونو له مالکینو څخه په درنښت غوښتنه کوي، چي له دې فرصت څخه په ګټي اخیستني د خپلو موټر سایکلونو لپاره قانوني سندونه تر لاسه کړي.
مالکین کولای سي، چي د بې اسناده موټرسایکلونو د ثبت او محصول ترتیب سوې فورمه د ګمرکونو لوی ریاست په ویب سایټ(customs.mof.go...) کي د سندونو او قوانینو مینیو د فورمې برخي ته په ورتګ سره ترلاسه کړي.
#afghanistan
#balkh
#bbc
#motivation
#توسعه
#خبر
#خبر_عاجل
#کابل
#افغانستان
#سیاسی
#فناوری
#تکنالوژی
#امارت_اسلامی
#وطن
#آبادی