Рет қаралды 5,872
په تېرو څو اونیو کې افغان جګړې ته پای ورکولو لپاره د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د خبرو بېلابېل پړاونه شوي دي. دې خبرو په افغانانو او افغانستان کې د ښکېلو نړیوالو ترمنځ مختلف بحثونه پیل کړې دي.
د قطر د تېرې اونۍ خبرو په اړه که څه هم څه اعلامیه نشته خو د طالبانو سرچینې وايي دې خبرو کې د بهرنیو ځواکونو وتلو او دا چې د افغانستان خاوره به د ترهګرو ډلو لخوا نه کارول کېږي خبرې شوې دي.
تردې دمه افغان حکومت په دې خبرو کې نه دی شامل، خو په خبرو کې د امریکا استازی زلمي خلیلزاده له هرې غونډې وروسته د افغان حکومت مشرانو ته معلومات ورکړي دي. په امریکايي مطبوعاتو کې د ځینو امریکايي چارواکو له خولې ویل شوي چې (افغان ولسمشر او امریکايي استازي سره د خبرو په تړاو وروستۍ غونډې کې ناسم پوهاوی شوی دی)
دا چې د ناسم پوهاوی څه و، ولې یو شمېر افغان چارواکو تېر څو ورځو کې په دې لړ کې سختې نیوکې کړي، افغان حکومت په ټوله کې له دې خبرو څه تمه لري؟ دا او نورې پوښتنې زمونږ همکارعنایت الحق یاسیني د افغان سولې عالي شورا دارالانشا مشر ښاغلي عمر داودزي سره څېړلې دي.