Рет қаралды 275
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د هیواد د ټولو ګمرکونو د لا ښه کنټرول او څارني په موخه د یوې ځانګړي او په پرمختللو وسایلو سمبال کنټرول خوني د جوړولو پروژه پیل او پرانیسته.
د یادي پروژې په برانيست غونډه کي د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ملا عبدالقاهر حاجي ادریس، د ګمرکونو لوی رئیس، الحاج مفتي عبدالمتین سعید او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی وو.
د کنټرول له دې خوني سره به د هیواد ټول ګمرکونه د پرمختللو کامرو په وسیله سره ونښلول سي او د هر ګمرک اړوند ټولي مهمي چاري به په مرکز کابل کي د دې خوني له لاري په دقیق ډول څارل کېږي.
د ګمرکونو د کنټرول روم په دغه پروژه کي د ودانۍ رغوني تر څنګ، د عصري برېښنایي وسایلو او پرمختللو کامرو فعالول شامل دي، چي د (۱۷،۵) میلیون افغانیو په لګښت به د یوه خصوصي شرکت له لوري د (۸) میاشتو په موده کي بشپړه او ګټي اخیستني ته وسپارل سي.
د کنټرول د دغي عصري خوني له فعالېدو سره به، د ګمرکونو په چارو کي لا ډېره روڼتیا او چټکتیا رامنځته سي، د قاچاق او د عوایدو د تېښتي مخنیوی به وسي، چي ورسره به د ګمرکونو په عوایدو کي د پام وړ زیاتوالی راسي.
#afghanistan
#افغانستان
#خبر
#خبر_عاجل
#کابل
#news
#bbc
#motivation
#balkh
#وزارت_مالیه
#گمرکات