د نیالګي کېښودل وچکالۍ له منځه وړل شعار سره د نيالګيو اېښودلو ملي کمپاين پيل شو

  Рет қаралды 394

Ministry of Agriculture, Irrigation and Livestock

Ministry of Agriculture, Irrigation and Livestock

4 ай бұрын

د ۱۴۰۳ لمریز کال د رارسېدو په مناسبت د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د رییس الوزارء سیاسي مرستیال، د کرنې وزارت د مشرتابه او د افغانستان اسلامي امارت د یو شمیر لوړ پوړو چارواکو په شتون کې د نیالګي کېښودل وچکالۍ له منځه وړل تر شعار لاندې د نیالګیو کښېنولو ملي کمپاين پيل شو.
د نیالګیو اېښودلو ملی کمپاین د رییس الوزراء سیاسي مرستیال مولوی عبدالکبیر، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاء الله عمري، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني، د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان، د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ډاکټر عبداللطيف نظري، د کابل ښاروالۍ د شنو سیمو د ساتنې او څارنې رییس مولوي عبدالوکيل متوکل، د شهيدانو او معلولينو وزارت مرستيال مولوي عبدالحکيم حقاني، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت مرستيال مولوي سيد احمد شهید خېل، د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خان محمد فروتن، د څېړنیز انستیتوت عمومي رییس مولوي نصرالله طلحه، د طبیعي زېرمو عمومي رییس مولوي عبدالاحد خلیل، دکرنې وزارت د دعوت او ارشاد رییس مولوي مفتاح الدین متقي په ګډون او وینا سره پیل شو.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د امارت د کارکوونکو او ښاریانو د ټولنیزو مسوولیتونو په اړه خبرې وکړې او د نیالګیو کښېنول او ساتنه یې د هر وګړي اسلامي، انساني او ټولنیز مسوولیت وباله:"د نيالګيو اېښودل او ساتنه يو ديني او وجداني دنده ده چې د ښکلا، پاکې هوا، د اکسيجن په توليد، د اقليمي ګواښونو په کمولو، د طبيعي زېرمو او د ځنګلونو په زياتوالي کې اغېزمن تمامېږي.د امارت پلانونه د کوچنيو او لويو بندونو د جوړولو، له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو پر لېږد، د کرنې میکانیزه کول، د کروندګرو، بڼوالو او صنعتکارانو د حاصلاتو پر زیاتوالي ور ټول دي.
په دې دوو کلونو کې د پام وړ کارونه ترسره شوي او په راتلونکو کلونو کې به دا نور هم ښه شي، له تاسو غواړم چې نیالګي اېښودنه او پالنه يې خپل دیني او وجداني دنده وګڼئ او په دې پروسه کې ګډون وکړئ."
په ورته وخت کې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري په پنځو برخو، کرنه، مالدارۍ،بڼوالۍ، د ځمکې مدیریت او طبیعي سرچینو په برخه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دندې بیان کړل او په تېرو دوو کلونو کې په هېواد کې د کرنې د سالم مدیریت او د ځنګلونو د پراخولو په اړه خبرې وکړې:" په تېرو دوو کلونو کې مو د کرنې سکتور په سالم ډول اداره کړ، ځنګلي سیمه مو له ۲.۵ سلنې څخه ۵ سلنې ته لوړه کړه، د اوبو د مدیریت لپاره مو په سلګونو چکډمونه او بندونه جوړ کړل، کروندګر مو وهڅول چې عصري مالدارۍ ته مخه کړي. د خصوصي سکتور او ټولنو په همکارۍ له ۸۲ میلیونو څخه زیات نیالګي مو تولید او خلکو ته وړاندې کړل او کرل شوي دي، دغه نیالګي مثمر او غیر مثمر نیالګي دي."
د کرنې وزیر له خلکو وغوښتل، چې د نیالګیو کښېنولو پروسه کې برخه واخلي او د خپلو کورونو، سرایونو او سیمو په شاوخوا کې نیالګي کېنوي.
د کرنې وزیر همداراز له نړۍوالې ټولنې او نړیوالو مرستندویه موسسو څخه وغوښتل، چې د کرنې له وزارت سره دزرغونتیا او د اقلیم د بدلون د خطرونو په کمولو کې همکاري وکړي، څو په دې برخه کې مثبت او اغېزمن فعالیتونه ترسره شي.
د ۱۴۰۳ کال د نیالګیو کښېنولو کمپاین د بادام باغ څېړنیز فارم کې پرانیستل شو، ټاکل شوې چې دغه پروګرام د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې پیل شي او د هېواد د زرغونتیا لپاره به په میلیونونو نیالګي کښېنول شي.

Пікірлер
Heartwarming Unity at School Event #shorts
00:19
Fabiosa Stories
Рет қаралды 20 МЛН
Slow motion boy #shorts by Tsuriki Show
00:14
Tsuriki Show
Рет қаралды 8 МЛН
Now THIS is entertainment! 🤣
00:59
America's Got Talent
Рет қаралды 39 МЛН
WHAT’S THAT?
00:27
Natan por Aí
Рет қаралды 13 МЛН
وزیر زراعت یک مسلخ بزرگ و معیاری را در مزار افتتاح کرد
1:57
Ministry of Agriculture, Irrigation and Livestock
Рет қаралды 1 М.
د بزګر مېله او دکرنیزو محصولاتو دېرشم نندارتون پرانیستل شو
6:00
Ministry of Agriculture, Irrigation and Livestock
Рет қаралды 1,6 М.
جلسه اداری وزارت زراعت برگزار شد
2:19
Ministry of Agriculture, Irrigation and Livestock
Рет қаралды 633
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د تېرې اوونۍ کړنې
2:20
Ministry of Agriculture, Irrigation and Livestock
Рет қаралды 809
افتتاح میله دهقان سی‌ومین نمایشگاه محصولات زراعتی
5:47
Ministry of Agriculture, Irrigation and Livestock
Рет қаралды 827
۲۴ با فرداد فرحزاد: پوشش ویژه دیدار نتانیاهو و ترامپ در مارالاگو
43:51
Iran International ايران اينترنشنال
Рет қаралды 68 М.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د تېرې اوونۍ کړنې
2:20
Ministry of Agriculture, Irrigation and Livestock
Рет қаралды 796
نشست وزیر‌ زراعت با مسوولان امارتی ولایت فاریاب
2:18
Ministry of Agriculture, Irrigation and Livestock
Рет қаралды 294
Heartwarming Unity at School Event #shorts
00:19
Fabiosa Stories
Рет қаралды 20 МЛН