Рет қаралды 22,367
د ټاپي او اړوندو نورو پروژو د پرانیستې بشپړ حال
د دې ویډیو په اړه / در مورد این ویدیو
د ټاپي او اړوندو نورو پروژو د پرانیستې بشپړ حال
د ټاپي یا له ترکمنستانه افغانستان، پاکستان او هند ته د ګاز نللیکې پروژه - چې څنګ ته د نوري فایبر، اوسپنې پټلۍ او سړک پروژې هم لري - نن په هرات کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه او ورسره د «ټاپ» پروژې اړوند د نورالجهاد سبسټېشن هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ټاپي د ګاز نللیکې پروژه - چې څه باندې ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او ۸۱۶ کیلومتره یې له افغانستانه تېرېږي- یو ځل په ۱۳۹۵ کال کې هم په افغانستان کې پرانيستل شوې وه، خو تر اوسه یې عملي چارې نه وې پیل شوې. د ګاز د دې نللیکې ۲۱۴ کیلومتره برخې کار د ترکمنستان خاوره کې بشپړ شوی او نن یې د افغانستان په خاوره کې د غځولو چارې پیل شوې.