Рет қаралды 1,854
د رياستالوزراء د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسيون خپله لومړنۍ ناسته ترسره کړه. په ياده ناسته کې له ايران څخه افغانستان ته د ډيزل تېلو د واردو شوو ټانکرونو د کيفيت په اړه چې شمېر یې ۱۶۰۰ ته رسېږي او ډېرى يې پر معيارونو برابر نه دي، پرېکړه وشوه چې ياد تېل بايد لومړی فیلتر او وروسته بازار ته وړاندې شي. همدارنګه په دغه ناسته کې د څه باندې ۳ میلیونو ډالرو په ارزښت د «افغان تیلي کام» مخابراتي شرکت چې په ۲۲ ولایتونو کې خلکو ته خدمات وړاندې کوي، د دوو قراردادونو د تمديد پرېکړه هم وشوه.