Рет қаралды 433
د حقاني د غم نعرې جوړې دي
بیا د غمونو سلسلې جوړې دي
خلیل رحمان حقاني شولو شهید
د فراقت یې اوازې جوړې دي
په شهادت یې خفه نه یم ګرآنه
په فراقت خفه له زړه یم ګرآنه
چې دیدنونه یې په مونږ بند شول
زه ډیر خفه په بیلتانه یم ګرآنه
دا خو زما د زړه درمان شهید شو
دا خو زما هغه جانان شهید شو
اوس راسره یې خاطرې جوړې دي
زما زړګی د ګرآن یادونو کې ګیر
ژوندون زما دی په غمونو کې ګیر
رانه خوبونه یې د شپې وړي دي
زما قسمت دی په سوچونو کې ګیر
زه غورځیدلی زنده ګۍ څخه یم
هم غورځیدلی خوشحالۍ څخه یم
ډکې دردونو نه سحنې جوړې دي
دا مو د سترګو تور اتل حقاني
دا په مثال وو لکه ګل حقاني
نن شهادت ورته پراخه کړه غیږ
دا وو زمونږ د زړه تسل حقاني
پخپلو وینو کې سینګار مې لیدو
د شهادت په ښکلې لار مې لیدو
په دغه لاره قافلې جوړې دي
زړګی مې شته د زړه درمان مې نشته
ډیر محترم مشر او ګرآن مې نشته
د زړه پرهار مې تازه شوی دی نن
هغه ګلاب ګل د ریحان مې نشته
ترخه ترخه داسې وختونه راغلل
ډیر ناڅاپي د ګرآن غمونه راغلل
زما زړګی مات او ټوتې جوړې دي
افسوس افسوس آرمان آرمان قسمته
راڅخه بیل شول مشران قسمته
آخ د هجران په لمبو زه سوزیږم
په غم اخته یم دی خفګان قسمته
خزان راغلی سره ګلان یې وړي
زمونږ له بڼ څخه مرغان یې وړي
زاڼي خاموشه دا شیبې جوړې دي
الله دې درکړي جنتونه مشره
هم د جنت لوړ مقامونه مشره
الله دې درکړي درته سپینې حورې
هم د جنت ټول نعمتونه مشره
محمدطیب یم طاهري یمه زه
دعا کوم په سوال زاري یمه زه
نن مې د اوښکو فوارې جوړې دي
#love #naatsharif #viralvideo