Рет қаралды 12,116
افغان حکومت د ۴۰۰ جنجالي طالب بندیانو ازادول پیل کړي دي. د دې شمېر نژدې ۸۰ تنه تېر ماښام ازاد شوي دي. دا خلک له هغه وروسته ازادېږي چې مشورتي جرګې یې د ازادولو مشوره ورکړه. دغه ۴۰۰ هغه کسان دي چې د قتل، انسان تښتونې، او مخدره موادو قاچاق تورونه پرې پورې دي. شازیې حیا په کابل کې د همدې طالبانو له ډلې له یوه سره خبرې کړې دي. نوم او مخ یې د ده د خونديتوب لپاره نه ښییو.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos:
KZbin: / @bbcpashto
Like us on Facebook: / bbcpashto
Follow us on Twitter: / bbcpashto
Instagram: / bbcpashto