Рет қаралды 115
زه یم ناست ځان له جانان یو تصور کې جوړومه
کله یې سترګې تورومه، کله یې شونډې ښکُلومه
زه یم ناست د غم په هار کې د رڼا بڅري پېیمه
خُم د رنګ کې لا خُمار شته، زه ترې لپې ډکومه
د سخي ګوتو دې ځار شم، څنګه ښکُلی ویش دې وکړ
زه یو څاڅکی خو ځیګر کې دریابونه ګرځومه
زر او زور او تخت دې واخیست؛ ښاېست، نظر او خیال دې راکړ
د سُرور په سور طوفان کې دې کړه ډوبه ولږه تمه
دا یو غم د ویشه پاتې چرته پټ تیاره کې ناست و
ورو ورو پټ مې زړه له راغی لکه مار د ښکار په تمه
په دې هر څه دې رضا یم، د لالونو زرو خانه
غم څه مرګ مې هم قبول دی، په خندا یې قبلومه
دا خو تا اور اورکی یو د سُرور ماته بښلی
ځکه زه دې تور محل کې خپل خوبونه بلومه
خلق وايي لاړو بوډا شو، غني خپلې مستۍ وخوړ
زه یم ناست د یار وېښتو کې د نرګس ګُلونه ږدمه
مرګه ځه چرته ورکېږه، زه لا نه یمه وزګار
خُم د رنګ کې لا خُمار شته، زه ترې لپې ډکومه
«غني خان»