له منظور پښتون سره د پښتو بی بی سی ځانګړی مرکه PashtunLongMarch Leader Manzoor Pashtun with BBC

  Рет қаралды 1,607

TheAbdaliBacha

TheAbdaliBacha

Күн бұрын

له منظور پښتون سره د پښتو بی بی سی ځانګړی مرکه PashtunLongMarch Leader Manzoor Pashtun with BBC
یوه پېړۍ وروسته پښتنو ځوانانو سیاست ته مخه کړې
سرخط ورځپاڼه
له نږدې یوې پېړۍ وروسته د فقیر ایپي په ټبر کې یو ځوان د پښتون شمله را دنګه کړې او د بېټ نیکه د اولادې پر سر یې شوې سودا ننګونې ته ملا تړلې. په شمالي وزیرستان کې زېږېدلي په قوم وزیر خدای بښلي میرزا علي خان د لاډ میکالې او هندي بريټانوي سامراج پر وړاندې له ۱۹۳۰ څخه تر ۱۹۴۷کاله پورې سیاسي او نظامي مبارزه وکړه، خو د سویلي وزیرستان منظور پښتون ۸۸ کاله وروسته بیا د وزیرستان له سردرو د انګرېز د پاتې شوني پنجاب د تاړاک پر ضد د پښتون‌ژغورنې ناره پورته کړه. فقیر ایپي په قوم وزیر او منظور پښتون په قوم مسید دی، دواړو د وزیرستان اوبه څښلې.
دوې میاشتې له مخه منظور پښتون یو نوم‌ورکی له پوهنتونه فارغ ځوان و، خو اوس یې نه یوازې د پاکستان ولس پیژني، بلکې د څه باندې ۳۵ میلیونه کوزو پښتنو ځوان مخکښ سیاسي سرلاری بلل کېږي چې ویده او له سیاسي او فرهنګي حقونو بې‌برخې پښتانه ځوانان یې پر نوي سیاسي لوري روان کړي دي. له شا و خوا یوې پېړۍ وروسته د پښتونخوا په سردرو کې د یوه تاریخي قوم نوم او نښان را پورته کېدونکی دی اوپه خپله ژبه د خپلې خاورې حق غواړي.
د هند پر نیمه وچه د انګلیسي لښکرو د واکمنۍ په زمانه کې د تاریخي افغانستان د وجود یوه لویه برخه بېله او د انګرېزي قوانینو پر اساس له سیاسي فعالیت او غږ پورته کولو د څه باندې یوې پېړۍ له‌پاره منع کړای شوه. د انګرېز له وتلو او د پاکستان له جوړېدو وروسته له ډېورنډ پورې غاړه داسې سټراټېژي پلې شوه چې په لوی لاس پښتون ټبر د پردیو د تبر لاستی شو او پنجابي د خپل ورور د پوټکي د ایستلو د ماشین په توګه وکاراوه.
اسلام‌اباد د کوزو پښتنو ملتپاله مشران خاینان وبلل او ځوانانو ته یې څو لسیزې د دین ساتنې ټېکه ورکړه او په لویه کچه یې په افغانستان او کشمیر کې د خدايي او شرعي لښکر په نوم وکارول. پنجاب له کښل شوي پلان سره سم لومړی پښتون له سیاسي ډګره څنډې ته کړ او بیایې له اقتصادي اړخه پنجاب ته لاس په دعا کړ، د قلم او کتاب پر ځای یې د پښتانه قبایلي ځوانانو لاسونو ته توپک ور تېر کړ او ۷۰ کاله وروسته یې ژبه ور پرې او تاریخ یې ور مسخ کړ.
خو له شا و خوا یوې پېړۍ وروسته د پښتنو د نوي کهول په رګونو کې یو ځل د فقیر ایپي او پاچاخان وینه وخوځېده او د خپل عزت او حق د تر لاسه کولو او د خپل بابا د شملې لوړولو له‌پاره سیاسي مبارزې ته لستوڼي بډ وهل. د پښتنو د راتلونکو نسلونو په تاریخ کې به د ۲۰۱۸ کال د فبروري لومړۍ د ډېرو لپاره یو درس وي چې د منظور، خان زمان کاکړ او سیدعالم مسعود په څېر ځوانانو یې پر خپله خاوره د پښتانه د عزت خوندي کولو لپاره سوله‌یز غورځنګ پیل کړ. په تاریخي لحاظ د پښتنو د ملت‌جوړونې او مشرموندنې یا لیډرشیپ جوړېدنې شا لید ته که وکتل شي، له میرویس نیکه بیا تر احمدشاه بابا، غازي امان الله خان او اوسنۍ زمانې پورې ډېر کله د پښتنو مشرانو له یوه کونجه سر را پورته کړی او د دغه مېړني ټبر په مشرۍ او ازادي خوندي کولو کې یې تاریخ جوړ کړی دی.
پر دغه قوم شوې څېړنې ښيي چې ډېر یې لیډرشیف یا مشرۍ ته برابر خلک دي او د خټې پر اساس داسې جوړ دي چې ژر پر یوه ټغر را ټولېږي او د ملت کېدو لپاره یوې کوچنۍ ډیکې ته اړتیا لري. ژبه یې زغرده او قوماندې ته جوړه ده اود قومي ریښو پیاوړتیا یې ژر په سیاسي قوت د بدلېدو ښکاره نښې بلل کېږي.
د کوزې پښتونخوا ځوان نسل د خپل قوم او قبیلې د۲۱مې پېړۍ د سیاسي او مدني اړتیاوو د پوره کولو له اړخه په شته سیاسي تشه کې سر را پورته کړی او غواړي د خپلو نیکونو او پلرونو هېر شوی تاریخ له پنجابیانو سره بیا تازه کړي. په داسې حال کې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له بې‌ساري پښتانه هرکلي سره پر مخ روان دی او سرلاري یې د خپل ولس د بیداري په انګازو کې ډوب دی، د پاکستان په زړه اسلام‌اباد کې پنجابي سټراټېژيسټانو ته د دغه ۳۵ میلیوني ولسي غورځنګ د خاموشه کولو ماموریت ورکول شوی. په تېرو دوو لسیزو کې د پښتون غږ د زیندۍ کولو له‌پاره اسلام‌اباد ته د ترهګري چاړه په لاس ورغلې وه چې د هر بیدار پښتون په خېټه به یې ننه‌ایسته او له واشنګټنه به یې ډالر په جایزه کې تر لاسه کړل، خو ښکاري چې د پښتون په غوښو پڅې شوې تورې ته اوس ځوان پښتون نسل خپل ډال برابروي او لېرې نه ده چې همدا پنجابۍ توره د پنجاب تر خېټه بوټه وخېژي. د اسلام‌اباد د سټراټېژیک عمق پالیسي پاکستان ته په خطرناک سرخوږي بدلېدونکې ده چې تر بلوچ وسله‌وال پاڅونه به یې پر پاکستاني ملت‌پاشنې اغېز سل برابره زیات وي.
#سرخط ورځپاڼه

Пікірлер: 1
@fatimaanduswainfo1407
@fatimaanduswainfo1407 4 жыл бұрын
Ya dog ha
Try this prank with your friends 😂 @karina-kola
00:18
Andrey Grechka
Рет қаралды 9 МЛН
Une nouvelle voiture pour Noël 🥹
00:28
Nicocapone
Рет қаралды 9 МЛН
shaysata attan kuchlak zawanan 🥀
3:55
Quetta mast attan
Рет қаралды 8 М.
برتخیل مشرانو اتڼ
1:46
Fazal Pathan
Рет қаралды 1,7 М.
«‎Знание» - в массы‎
2:40
Репортёр73
Рет қаралды 295
Try this prank with your friends 😂 @karina-kola
00:18
Andrey Grechka
Рет қаралды 9 МЛН