Рет қаралды 23,422
د پښتون قام ستر سالار او د پښتون قوم یو لوی سرمشر شهید ګیله من وزیر!
له ارمانونو او ګیلو ډک زړګی، ښکلي او نرم بدن يې د تورو خاورو او ريښتني ژوند میلمه شو او هغه ارمانونه چې د پښتون قوم د ازادۍ لپاره يې لرل او هیله یې وه چې یوه ورځ به يې دغه هیله او ارمان پوره شي او د خپلو پښتنو په شونډو به مسکا وګوري دغه هیله او ارمان يې تورو خاورو ته له ځان سره یوړل، شهید ګیله من یو له هغه ځوانانو او پښتون پالو څخه و چې غوښتل یې خپل قوم ( پښتون قوم او افغانان) له خپل حق برخمن، له نړۍ سره سیال او پرمختګ په حال کې وګوري شهید ګیله من وزیر له خپله وس هم ور هاخوا هڅې او کوښښونه وکړل تر څو خپل ستر قوم (پښتون قوم) په یو داسې ځای کې وګوري چې هلته خوشالي، امن، سوکالي او په پوره معنی ازادي وي، خو ژوند ورسره یاري ونه کړه او دښمنانو ورباندې حمله وکړه او په شهادت یې ورسول، شهید ګیله من وزیر له اسلامي جذبې په خدای ج باور، په تقدیر او په خپلو ګرانو پښتنو دومره باور او له د سره ملتیا وه چې هېڅکله یې له دوښمن ډار نه کول او مخامخ ورباندی ورته، او خو له دښمنانو لخوا په داسې وخت کې په شهادت ورسول شو چې له شاخوا یې ورباندې حمله وشوه.
کورنۍ او ټول لر او بر پښتنو ته د زړه صبر، روح مبارک یې ښاد او واړه جنتونه یې ځای شه!
انالله واناالیه راجمعون!
#شهید
#وزیر_
#Shaheed
#wazirx
#waziristan