Рет қаралды 299
میدان وردګ ــ د اندریس په نوم یو امریکايي تبعه اسلام قبول کړ
د میدان وردګو ولایت اړوند جلریز ولسوالۍ د امنیتي مسؤلینو په هڅو د اندریس په نوم یو امریکايي تبعه د اسلام په مبين دين مشرف شو.
دغه امریکايي تبعه چې غوښتل یې بامیانو ولایت ته سیاحتي سفر وکړي، د لارې په اوږدو کې د جلریز ولسوالۍ مسؤلینو سره په چک پاینټ کې مخامخ شوی ؤ، د هغوی په وینا: نوموړی کس چې کله له مونږ سره پر چک پاینټ کې مخ شو نو زمونږ له نیکې رویې او اخلاقو څخه زیات خوشحاله شو او غوښتل یې چې له مونږ سره پاتې شي، نو مونږ هم له ځان سره قوماندانۍ ته راوست او وروسته د مسؤلینو په خاص ډول د امنیه قوماندان کوچي محمد په هڅو د اسلام په مبين دين مشرف شو او اسلام یې قبول کړ. هېره دې نه وي چې د نوموړي امریکایي اوسنی نوم محمود اېښودل شوی دی.