Рет қаралды 1,659
يوه څېړنه ښيي اوکرايين کې د جګړې له پيله د روسیې پوځ کې زرګونه رضاکارن وژل شوي، چې ډېر یې په عمر مشران کسان وو. دا شمېرې چې د بي بي سي روسۍ او ملګرې رسنۍ يې، ميډيازون له لوري غونډې شوې، يوازې هغه مړينې په کې دي چې ښکاره یې راپور ورکړل شوی دی. دې څېړنه کې له ۷۰ زرو ډېرو روسيو سرتېرو نومونه پېژندل شوي، چې اوکرايين کې وژل شوي دي. ريښتينې شمېرې داسې انګېرل کېږي، چې له دې هم خورا لوړې وي. د تېر کال له اوکتوبر راهيسې، د شمېرو له مخې د روسيې پوځ رضاکاره جنګياليو اونيزې مړينې له سلو نه دې رالوېدلې، او دې څېړنه کې ځينو اونيوو کې له ۳۱۰ دېرې مړينې ثبت شوې دي. کرېملېن، په دې اړه د تبصرې يوې غوښتنې ته لا ځواب نه دی ويلی.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: www.youtube.co...
KZbin: / @bbcpashto
Like us on Facebook: / bbcpashto
Follow us on Twitter: / bbcpashto
Instagram: / bbcpashto