Рет қаралды 520
د خپل یار له مینې هسې دیوانه یم
چې خبر نه په کعبه نه بتخانه یم
که پسِل سایه اره شم، خبر نه یم
د کاکل په شوق یې زهغه شانه یم
ژارم سوځم ستا د مخ پروانه یم
د خال خیال یې ما ضعیف لره کافي دی
د مژی په دود قانع په لږ دانه یم
ژارم سوځم ستا د مخ پروانه یم
چې بې آهه، بې نارې، بې غږه سوځم
پر څراغ د مخ یې هغه پروانه یم
ژارم سوځم ستا د مخ پروانه یم
مرزا عبدالحنان بارکزی
کمپوز فضل احمد نینواز