Рет қаралды 9,278
بریتانیا نوی حکومت او نوی لومړی وزیر وټاکه. د سر کېیر سټارمر په مشرۍ د کارګر ګوند په عمومي ټاکنو کې لویه بریا ترلاسه کړه - او محافظه کار ګوند له څوارلسو کلونو وروسته له واک لرې شو. ښاغلي سټارمر په خپله لومړنۍ وینا کې وویل هېواد ورته لومړیتوب لري او ګوند به ورته دویم وي. کارګر ګوند په پارلمان کې د ۱۷۰ څوکیو اکثریت لري. محافظه ګارانو په خپل تاریخ کې ترټولو خرابې پایلې تجربه کړې. د تېرې کابینې ریکارډ شمېر وزیرانو او مخکینۍ لومړۍ وزیرې لیز ټرس خپلې څوکۍ له لاسه ورکړې.
#bbcpashto #bbcpashtotv #bbcnaraydawakht
Subscribe for more videos: www.youtube.co...
KZbin: / @bbcpashto
Like us on Facebook: / bbcpashto
Follow us on Twitter: / bbcpashto
Instagram: / bbcpashto