Рет қаралды 5,360
د پښتون ژغورنې غورځنګ د اکتوبر په ۱۱مه د پښتنو پر حالاتو لویه قومي جرګه رابللې چې تمه ده د پښتنو په برخلیک به بحث وکړي. د 'قومي عدالت' په نوم د دغې جرګې تابیا په خیبر کې نیول شوې چې یوتاریخي ځای دی.
د عوامي نېشنل ګوند مشران هم دې جرګې ته وربلل شوي، دوی هیلمن دي چې جرګه به مهمې پرېکړې وکړي او پښتونخوا کې به د امنیت په ښه والي کې اغېزمنه تمامه شي.
د بي بي سي سپین ټني د دې ګوند د خیبر پښتونخوا ایالتي مشر میا افتخار حسین سره مرکه کړې او په پیل کې یې پوښتلی ولې د دوی ګوند ونه شول کولی چې پښتانه یو موټی کړي او د نا امنیو لمن ټوله کړي؟