Рет қаралды 42
د ترسره کیدو نيټه: د وږی په دریشمه نېټه ۱۴۰۳کال
ترسره کوونکي: دښځۍآنلاین پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي
وړاندي کوونکي: آغلي صدف خرم د ښځۍآنلاین پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي استاده
ځاي: ګوګل میت
سريزه:
دا علمي ویبینار د جمعې په شپه د وږی په دریشمه نېټه د ١۴۰۳کال دښځۍآنلاین پوهنتون د رهبري هیئت غړي، د اداري کادرونو، استادانو، محصلینو، د ښځۍآنلاین پوهنتون څخه بهر مېلمنو او د ۵۰۰ څخه زياتو ګډونوالو په ګډون ترسره شو.
دا خپرونه د قرآن کریم په تلاوت د میرمن زهره میرزاده په ښکلي آواز باندي پیل شوه.
او وروسته ددي خپرونې دوه تکړه وياندو هر یوه میرمن فوزیه ستانکزي او میرمن خدیجه میرزاده ټولو راغلو میلمنو د ښه راغلاست په ترڅ کي دښځۍآنلاین پوهنتون پیژندګلوي يي ترسره کړه. بیا محترم پوهنيار عبدالفريد سالنګي د ښځۍآنلاین پوهنتون مشر او بنسټ ایښودونکي د ټولو راغلو میلمنو او ګډونوالو په ځانګړي توګه د خپرونې وړاندي کوونکي آغلي صدف خرم د ګډون څخه یی مننه وکړه.
د ویبینار اصلي برخه:
د ویبینار اصلي برخه د آغلي صدف خرم له خوا وړاندي شوه او د موضوع په تړاو یی خبري اتري وکړې چي اړين ټکي يي په لاندي ډول وو:
درسنيو رول د پيغامونو په رسولو کي
د ټولنیزو رسنیو ګټي آسانتياوې د او د ګړندي لاس رسي ورته
د مخاطب لوري سره تعامل او په اړیکه کي اوسيدل
د خبرونو ګړندي کول
د ژورنالیزم رول په ټولنيزو رسنيو کي
د خبرونو په ارزښت کي د رسنیو رول او سپړنه
د پوښتنې او ځوابونو برخه:
پدي برخه کي آغلي صدف خرم د ګډونوالو د موضوع په تړاو ګڼو پوښتنو ته په بشپړ توګه عملي ځوابونه وړاندي کړل.
پایله
د خپرونې په پای کي آغلي سهیلا عرفاني دښځۍآنلاین پوهنتون د علمي چارو مرستیاله د ویبینار د وړاندي کوونکي د آغلي صدف خرم څخه مننه وکړه او د ټولو ګډونوالو استادانو علمي شخصیتونو د ګډون څخه یی خوښي څرګنده کړه.
د تألیف او ژباړې شورا
د آنلاين خپرولو واک
د ښځۍآنلاین پوهنتون
#explore #education #university #college #آموزش #افغانستان #دانشگاه #afghanistan #afghani #shortvideo